د بواو اسيايي فورم د ۲۰۲۳م کال غونډه د مارچ په ۲۸ مې نېټې د چين د های نان ولایت په بواو علاقه دارۍ کې پرانېستل شوه.
د مالوماتو له مخې، دغه غونډه به څلور ورځې دوام ولري او د نړۍ د ۵۰ هېوادونو او سيمو څه باندې ۲۰۰۰ استازو پکې ګډون کړی دی.
د دغې غونډې د مقدماتي ادارې د خبر له مخې، د بواو اسيايي فورم په سږنۍ غونډه کې د نړۍ يو شمېر سياستوال، ۹۲ د وزيرانو په کچه لوړپوړي چارواکي او پخواني حکومتي چارواکي او د نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو ۱۱ مسئولين او یو شمېر لوی سوداګر او کارپوهان ګډون لري او د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ په يووالي او همکارۍ، ورخلاصون، ټولشموليت او ګډ پرمختګ تمرکز کوي.