د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره د درې هیوادونو ترمنځ د کرکټ سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده. د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي ۱۹ کلنې لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدلو سره یې ۳۲۳ منډې جوړې کړې. د ملي ۱۹ کلنو لوبډلې له لوري نعمان ۱۱۶، هارون ۵۶ او سهیل ۵۲ منډې جوړې کړې. د سریلانکا د ۱۹ کلنو لوبډلې هم ښه مقابله وکړه ، خو په ۵۰ اورونو کې یې ۳۱۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان له لوري بشیر احمد د سریلانکا اوه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. په دې سره افغان لوبډلې په روانو درې اړحیزو سیالیو کې دریمه بریا خپله کړه او د لومړي پړاو د مخکښې لوبډلې په توګه یې د یادو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به ترسره شي. افغانستان تر دې مخکې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړې وه.