پرون د المپیک د نړیوالې کمیټې (IOC) اجرایوي بورډ د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک لوبو کې د څلورو هیوادونو افغانستان، ایران، هند او ګواتیمالا د ورزشکارانو د ګډون په اړه غونډه کړې ده. د المپیک نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې کمېټې د تېرې پرېکړې پر بنسټ د پاریس د ۲۰۲۴ کال په لوبو کې د افغان ورزشکارانو ګډون سپورت ته د افغان مېرمنو او نجونو په لاسرسي پورې تړلی دی. په اعلامیه کې دا هم راغلي چې “د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو سره، د المپیک نړیواله کمېټه د هغو ورزشکارانو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د پاریس د ۲۰۲۴ کال د المپیک په لوبو کې د ګډون اراده لري.”