شاوخوا درې میاشتې وړاندې باید بین الافغاني خبرې پیل شوې وای، خو لا هم نه یوازې دا چې دا خبرې پیل شوې نه دي، بلکې ښکاریږي چې شته خنډونه به د دې خبرو پیل او بریا له ستونزو سره مخ کړي. ولې بین الافغاني خبرې نه پیلېږي، اصلي خنډونه څه دي، څوک زیان کوي او څوک مسوول دي؟ په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکي هر یو عنایت الله کاکړ او ثناء الله مخلص. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.