د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د دوو کښتیو ترمنځ ټکر کې ۲۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور تري تم دي. د اناتولي اژانس د خبر له مخې، دا پېښه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې رامنځته شوې چې یوه یې له ۵۰ تنه سپرلۍ سره ډوبه شوې ده. یاد اژانس د بنګله دېشي چارواکو له قوله ویلي، پېښه نن د دغه هېواد په تر ټولو ستر سیند بوري ګنګا کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې ۲۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور چې شمېر یې لا تر اوسه کره نه دی تري تم دي. دوی ویلي چې مرستندویان سیمې ته رسېدلي او د مرګ ژوبلې کره شمېر به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.