ایراني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد ولسمشر ابراهيم ریيسي د سعودي عربستان د پاچا سلمان بن عبدال عزيز بلنه منلې او ډېر ژر به دغه هېواد ته په رسمي سفر ولاړ شي. د ايران ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې د سعودي عربستان پاچا د ايران ولسمشر ابراهيم ریيسي ته دغه هېواد ته د سفر بلنه ورکړې او ریيسي د هغه بلنه منلې او هيله يې ښودلې، چې ډېر ژر به دغه هېواد ته سفر وکړي.