په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، ځینې کړۍ هڅه کوي له امریکا سره د طالبانو روانې خبرې چې حساسې مرحلې ته رسېدلي دي ناکامې کړي. نوموړي له الجزیره خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، ځینې کړۍ د دې خبرو د ناکامولو هڅه کوي خو په وینا یې دوی نشي کولی دا خبرې ناکامې کړي ځکه چې طالبان واحد دریځ لري او د افغانستان پر شاواخوا اویا سلنه خاوره واک لري. نوموړي زیاته کړې، ټولو نظامي طالبانو ته سپارښتنه شوې ده چې له امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن اوسي خو په خبره یې، د نورو له لوري د هر ډول تېري ځواب ته هم چمتو دي. شاهین د خپلو خبرو پر دوام ویلي، له امریکا سره پر هغې هوکړې هم ولاړ دي چې له مخې به یې افغان خاوره د هیڅ بهرني هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دوی هڅه کوي د سیاسي ډیالوګ له لارې په افغانستان کې د امریکا اشغال ته پای ټکی کېږدي.