د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي رحمن الله ګربز د رويل چلنجر بنګلور لوبډلې پر وړاندې ای پي اېل ليګ کې خپله لومړۍ نيمه سليزه ترلاسه کړه. هغه د درېوو شپږيزو او شپږ څلوريزو پر مټ په ۴۴ بالونو ۵۷ منډې جوړې کړې. د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل سياليو په لړ کې نن شپه کلکته نايټ رايډرز لوبډلې رويل چلنجر بنګلور ته د ۸۱ منډو په توپير ماته ورکړه. په دغه لوبه کې د کلکتې نايټ رايډرز لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکل شويو شلو اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۴ جوړې کړې. د کلکتې لپاره په توپوهنه کې شرډول ټاکور ۶۸, رحمن الله ګربز ۵۷ او رينکو سېنګ ۴۶ منډې وکړې. رويل چلنجر بنګلور لوبډلې د ورکړل شوي هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او ټولې لوبډلې د ۱۷٫۴ اورونو په لوبولو سره يوازې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.