د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د اپرېل په ۱۱مه نېټه د دغه هېواد د جنوبي نظامي سيمې له سمندري ځواکونو څخه ليدنه وکړه.
شي جين پينګ د سمندري ځواکونو د چارواکو او سرتيرو له استازو سره وليدل او ګډ عکس يې واخيست. ورپسې نوموړي د دغه جنوبي نظامي سيمې د سمندري ځواکونو د ابادۍ په اړه مستند فلم وکوت او اړوند کاري راپور يې واورېد.