ددغه کمیسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې وروستیو کې د ناپېژانده ډلو او وسله والو له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر کارکوونکو، دیني علماوو، مدني فعالینو، خبریالانو او ملکي وګړو هدفي بریدونه کېږي چې باید په جدي توګه وڅېړل شي. دغه کمیسیون پر حکومت غږ کړی چې یادې پېښې په جدي توګه وڅېړي او په راتلونکې کې د هدفي وژنو مخنیوی وکړي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یوه چاودنه کې د خپلو دوو وژل شوو کارکوونکو په یاد غونډه جوړه کړې وه او له حکومت یې ددغه پېښې د جدي پلټنې غوښتنه کړې ده. د یادو کسانو کورنیو هم له حکومت غوښتي چې ژر تر ژره دې عدالت تامین کړي او د پېښې عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.