په هرات کې د کرونا ویروس ۹ شکمنې پیښې منفي ښوودل شوې دي او یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وایي چې په هرات کې په کرونا د اخته ۹ شکمنو کسانو معاینات کابل ته لېږل شوي وو خو اوس یې پایلې منفي دي او یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. د فیروز په خبره په ټول هېواد کې لومړني او احتیاطي تدابیر نیول شوي او دوی هڅه کوي ددغه ناروغۍ د پراختیا مخه ونیسي. بلخوا د حکومت لخوا جوړ شوی کمیسیون هم وایي چې ټول تدابیر یې نیولي دي او هڅه کوي اړین اقدامات نور هم ډېر کړي او ددغه ویروس د پراختیا مخه ونیسي.