تمه وه چې پرون به حکومت د طالبانو پاتې زر بندیان هم خوشي کړي او په دې سره به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي، خو حکومت یوازې څلور سوه نور بندیان خوشې کړل او د شپږ سوه بندیانو له خوشې کولو یې انکار وکړ. حکومت استدلال کوي چې د طالبانو په لېست کې ۵۹۷ جنايي بندیان دي چې دوی یې نه خوشې کوي. له دې سره د بندیانو د خوشې کولو لانجه غځېدلې ده.
د بندیانو نه خوشې کول په ظاهره د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځېدلي دي؛ ځکه طالبان وايي چې هغه وخت بین الافغاني خبرې پیلوي چې پینځه زره بندیان یې خوشې شي. حکومت په پیل کې د بندیانو خوشې کولو ته حاضر نه و، خو ورو ورو یې دریځ بدل شو او د بندیانو خوشې کولو خبره ترې دې ځایه را ورسېده چې اوس ۴۴۰۰ بندیان خوشې شوي دي. پاتې ۶۰۰ بندیان چې حکومت یې نه خوشې کوي، حتمي به خوشې شي؛ ځکه چې دا د امریکا او طالبانو د توافق برخه ده او حکومت به د امریکا د غوښتنې پر اساس له یو څه فشار وروسته دا بندیان حتمي خوشي کوي. دا معلومه ده چې حکومت پر خپل دریځ تر پایله نه شي پاتې کېدلی، خو له بده مرغه د دې ځنډ قرباني ولس ورکوي. که دا بندیان د مارچ تر لسمې خوشې شوي وی، اوس به په بین الافغاني خبرو کې پوره پرمختګ شوی و، پر اوربند به توافق شوی و او آن د دې شونتیا ډېره وه چې د سولې خبرې پایلې ته رسېدلی وی او جګړه یو مخ ختمه شوې وی. د بندیانو د خوشې کولو په اړه د حکومت هغه دریځ چې بدل شو او حکومت ته یې هېڅ ګټه ونه کړه، د جګړې د دوام او زرګونو افغانانو د وژنې سبب شو.
اوس به بیا هم د حکومت دریځ حتمي بدلېږي، خو له بده مرغه دا بدلون به د افغانستان د ګټو پر اساس او د افغانانو په غوښتنه نه وي، بلکې د امریکايي فشارونو او ګټو پر اساس به وي. حکومت چې اوس کوم استدلال کوي، ناسم دی. وايي، د طالبانو په لېست کې جنايي بندیان دي. که دا ادعا سمه هم وي، حکومت خو مخکې ډېر جنايي بندیان هم د کرونا له امله خوشې کړل، نو دا دې هم خوشې کړي. له بده مرغه د حکومت په دریځ کې نه عقلانیت شته او نه هم د افغانستان د سترو ګټو او مصلحتونو پر اساس دی او زیان یې هم افغانانو ته اوړي.
د حکومت له کړنو او دریځونو ښکاریږي چې د سولې پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅې کوي. که څه هم دا هڅې بریالۍ نه دي او امریکایان جوړېدونکي خنډونه او ستونزې یو پر بل پسې لرې کوي، خو حکومت بیا هم دا هڅې کوي. پکار ده چې دا هڅې نورې ودرول شي؛ هغه کارونه چې حکومت یې د امریکا د فشار له امله حتمي کوي او اړ کېږي چې ویې کړي، ښه ده چې د افغانانو په غوښتنه او د سولې په نیت یې وکړي. دا چاره به هم د حکومتي چارواکو په اړه د خلکو ذهنیت مثبت کړي او هم به له سولې او ثبات سره مرسته وکړي.