اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سولې او ټاکنیز بحران حل برخه کې د متحده ایالاتو او نورو نړیوالو شریکانو د همکارۍ مننه کړې ده. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په وروستیو ورځو کې د تاوتریخوالي کمښت پروسې عملي جنبه خپله کړې ده او په راتلونکو څو ورځو کې به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه چې د بین الافغاني خبرو او اوربند د زمینې برابرولو لپاره یو غوره ګام دی، لاسلیک شي. خبرپاڼه کاږي، دوی د سولې پروسې او ټاکنیز بحران د حل برخه کې د ملي شخصیتونو او نړیوالو شریکانو د همکارۍ قدرداني کوي. خبرپاڼه کاږي، اجراییه رییس د خپل ځان او خپلو همکارانو له لوري د سولې له پروسې، د قانون له پلیتابه، د ټاکنو له روڼتیا د ملاتړ او دغه راز د تقلب پر وړاندې د درېدو کلکه ژمنه کوي.