د نوي مالي کال له پېلېدو د څه باندې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته، سرپرست حکومت وایي، د ۱۴۰۲ مالي کال بودجه توشیح شوې ده. د سرپرست حکومت ویاند وایي، دغه بودجه په نږدې راتلونکې کې عملي کېږي او د ادارو بودجه به هم ولېږدول شي. تر اوسه سرپرست حکومت د نوي مالي د عادي او پراختیایي بودجې د څومره والي په تړاو جزیات نه دي ورکړي. په ۱۴۰۱ لمریز کال کې دوه سوو یو دېرش مېلیارډه افغانۍ د عادي او پراختیایي بودجې لپاره په پام کې نیول شوې وې، خو په دې کال کې پراختیايي بودجه د نورو کلونو پرتله په ځلونو کمه وه او په هېواد کې ډېری پراختیایي پروژې عملي نه شوې.