د افغان جګړې د پای ته رسولو د سختې لارې لومړی ګام پورته شوی دی. پخواني امریکايي چارواکي جیمز ډابینز دې هېل نشریې ته په یوه مقاله کې لیکلي دي د لومړي ځل لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې وشوې او دغه خبرې پایلې ته رسېدلې دي، خو دا د افغان اوږدې جګړې د پای ته رسولو لومړی ګام دی. دده په خبره دغه لاره خورا سخته ده او ډېرو هلو ځلو ته اړتیا لري، خو دوی تمه لري چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې د راتګ سبب شي. دده په وینا د زندانیانو تبادله، د باور جوړول، اوربند رامنځ ته کول، له جګړو لاس اخیستل، بین الافغاني خبرې پیلول، وسلې پر ځمکه اېښودل او دې ته ورته نور هغه مسایل دي چې که په بریالۍ توګه پر مخ لاړ شي نو په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب ګرځي.