د طالبانو د پاتې شپږ سوو بندیانو په تړاو لانجې یو ځل بیا د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه پیدا کړي دي. وروستي معلومات دا دي چې د حکومت دغه دریځ چې ۶۰۰ طالب بندیان به نه خوشې کوي، د دې سبب شوی چې د جولای په ۱۵مه کېدونکې بین الافغاني خبرې تر نامعلومې نېټې وځنډول شي. حکومت تر اوسه پورې ۴۴۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او د لېست پر اساس پاتې ۶۰۰ بندیان نه خوشې کوي او وايي چې دا بندیان جنايي دوسیې لري. طالبان بیا د حکومت دا تور ردوي او وايي چې حکومتي چارواکي بیا بیا د سولې د خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه جوړوي.
دا ډول خبرونه ډېرې ناهیلي کوونکي دي او خلک له دې خبرونو خواشیني کېږي. له بده مرغه بیا بیا په قصدي او شعوري ډول هڅه کېږي چې د سولې د بین الافغاني خبرو مخه ونیول شي. حکومت همدا ۴۴۰۰ بندیان هم نه خوشې کول، چې اوس یې خوشې کړي دي او د دې کار لپاره یې دلایل راوړل، خو نن د دوی هغه دلایل نشته او بندیان خوشې شوې دي. د بندیانو خوشې کولو اهمیت یو طرف، خو دا چاره د سولې د خبرو د ځنډ او د جګړې د شدت لامل شوې ده چې قرباني یې بیا هم د جګړې په ښکېلو لورو کې افغان ځوانان او تر څنګ یې عام وګړي دي. اوس هم ښکار ده چې پاتې ۶۰۰ بندیان به هم خوشې کېږي، خو ځنډ به یې د جګړې د دوام او د افغانانو د وینې د تویېدو سبب شي.
حکومت چې د بندیانو د خوشې کولو لپاره کوم دلیل وايي، واضح ښکاریږي چې پلمه ده. لومړی خو د حکومت ادعا د تأمل وړ ده، چې دا به جنايي بندیان وي، خو که وي هم، حکومت مخکې د کرونا له امله جنايي بندیان خوشې کړي، نو که دا هم جنايي وي، څه ستونزه ده چې خوشې شي!؟ د دې تر څنګ که د افغانانو د ستر مصلحت، سولې او سترو ګټو لپاره دا جنايي بندیان خوشې شي، نو د توجیه وړ دي او ستونزه به ونه لري. بل که حکومت ته جنايي قضيې، جرمونه او د بندهګانو حقوق دومره مهم وي، نو بیا خو دې یې په نورو چارو کې هم عملي کړي. پر یو چا د جنایت تور دی، اسناد او شواهد هم شته، خو حکومت ورته څوکۍ ورکوي، امکانات ورکوي او آن یوه ته یې د سیاسي معاملې لپاره مارشالي هم ورکوي، خو چې کله خبره د سولې شي، بیا نو د قانون او حقوق العبد بحث رامخته کړي. له دې واضح ښکاري چې د بندیانو نه خوشې کول سیاسي لامل لري او دا د سولې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډو جوړولو له هڅې پرته بله مانا نه لري.
خلک هر څه درک کوي او پوهېږي چې چارواکي څه غواړي. حکومتي چارواکو ته پکار ده چې نور د سولې د خبرو پر وړاندې دا مزاحمت او خنډ جوړول بند کړي. پکار ده چې حکومت نور د خلکو له هیلو او ارمانونو سره لوبې ونه کړي او پرېږدي چې افغانان د سولې او امن خاوندان شي. له دې پرته به خلک اړ شي چې له حکومت سره په خپل چلند کې بدلون راولي.