د سولې ملي آدرس وايي، د ښکېلو خواوو ترمنځ د تاوتریخوالي د کموالي لړۍ دې وغځول شي او د بشپړ اوربند ټینګېدو ته دې لار هواره شي. دغه بنسټ په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې د سولې په تړاو له روانو هلو ځلو د هرکلي تر څنګ ټینګار کړی، چې بین الافغاني خبرې دې د بهرني هېواد پر ځای په کابل او یا هم د افغانستان په بله کومه سیمه کې ترسره شي. له لسګونو مدني ټولنو او ګوندونو جوړ دغه بنسټ د جګړې د ښکېلو اړخونو تر منځ جوړجاړي ته د رسېدو په هدف د منځګړیتوب لپاره د یوه بېطرفه افغاني کمېسیون د جوړېدو غوښتنه وکړه او دغه راز یې په سیاسي رهبرانو او چارواکوغږ وکړ، چې د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت سمه ګټه پورته کړي او ملي ګټې تر شخصي ګټو غوره وبلل شي.