دوه میاشتې وړاندې (۱۳۹۹/۰۲/۲۸) نېټه د کابل پر وخت په ۱۲:۵۶ دقیقو کابل ښار یوې نسبتآ زورورې زلزلې ولړزاوه. د زلزلې دغه ټکانونه په نورو نیږدې سیمو کې هم احساس شول. د اروپا او مدیترانې د زلزلې اندازه کولو مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې دغه زلزله د کابل ولایت اړوند د پغمان د جنوبي برخې په ۱۴ کیلو مترۍ کې او د میدان ښار په شمال شرق کې د لس کیلو متره په ژور والي وشوه.
ددې زلزلې شدت د ریختر په کچه ۴،۳ او له دې زلزلې څخه آزاده شوې انرژي بیا ۴۲،۵ ton ترای نیتروتولویین (TNT) تخمین شوې وه. دغه زلزله د خطر هغه زنګ ښودل شوی دی، چې د پغمان اړوند د زلزلې خط (د ځمکې ماتېدل) فعالوي. د پغمان زلزلوي خط د چمن د زلزلوي خط دوام بلل شوی دی. د چمن زلزلوي خط (Chaman Fault)، چې ۱۰۰۰ کیلو متره اوږدوالی لري د هندوکش له شمال شرق څخه د هېواد د جنوب او جنوب لوېدیځ په خوا بیا تر پاکستان پورې غځېږي.
تېره شپه هم کابل ښار یوې درنې زلزلې ولړزاوه. د زلزلې پیژندنې نړیوالې ادارې د دې زلزلې مرکز د کابل ښار پغمان ولسوالي وښود، چې په خبره یې شدت یې د ریختر په کچه څلور اعشاریه شپږ درجې و. په همدې شپه درې ځله نور هم په کابل ښار کې د زلزلې ټکانونه حس شول.
په ۱۵۰۵ میلادي کال د بابر شاه د سلطنت پر مهال کابل ته یوې ډېرې درنې زلزلې ټکانونه ورکړل چې شدت یې د ریختر په کچه ۷،۳ درجې ښودل شوی و. د هغه زلزلې مرکز هم پغمان و. ویل کېږي چې په هغه وخت کې په یوه ورځ څلوېښت ځله کابل ښار زلزلې ولړزاوه او بیا تر یوې میاشتې نور ټکانونه هم احساسېدل. ددې زلزلې له کبله ګڼ شمېر کابل ښاریان مړه شول، ځمکې درځونه وکړل او د ښار په څو ځایونو کې اوبه را ووتې.
سره له دې چې د چمن د زلزلوي خطونو سېستم (Chaman Fault System) په اړه ډېرې څېړنې نه دي شوې او لا تر اوسه هم په دې برخه کې کافي معلومات په لاس کې نشته، خو تاریخي شواهدو ته په کتو ویلای شو، چې له دې زلزلوي خطونو څخه کابل او هغه ولایتونو ته چې په دې خط پراته دي ته ډېر لوی او بالقوه ګواښ متوجه دی.
په دې هیله چې په دې برخه کې ډېرې څېړنې وشي او اړونده ادارې په نویو جوړېدونکو ودانیو کې د ټولو هغه معیارونه پر مراعتولو څار وکړي، چې د زلزلې پر وړاندې د ودانیو مقاومت ډېروي او تر څنګ یې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.