په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې د یوه ستر فساد قضیه افشا شوې ده. هلته یو دېوال چې اتیا زره ډالره لګښت پرې راځي، په یو اعشاریه اته میلیونه ډالره جوړېږي. له دې سره د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون ځینو مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې له فساد سره پر پڅې مبارزې نیوکې کړې دي او په دې اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
حکومت پر دغه فساد غلی دی، خو په تېر کې یې یا له فساد انکار کړی او یا یې هم د پلټنې لپاره پلاوي او کمېسیونونه ټاکلی چې تر ننه یې پایله معلومه نه ده. خپله ولسمشر غني چې له فساد سره د مبارزې ډېرې چیغې یې وهلې او وهي یې، د فساد دغو سترو تورونو او رسواییو ته په ځواب کې یوازې دومره وايي چې دا فساد ورته له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې دی. ولسمشر ډېر کله خپلو خبرو ته نه متوجه کېږي، د خبرو او عمل ترمنځ یې هم د ځمکې او اسمان هومره توپیر وي. که غني فکر کوي چې فساد ورته په میراث پاتې دی، نو هغه فساد چې په اوسني حکومت کې له پخوا څو چنده زیات شوی دی، چا ته به په میراث پاتې کېږي؟ په اوسني حکومت کې فساد ډېر سیستماتیک شوی او مشخصه کړۍ چې په ارګ واکمنه ده، فساد رهبري. اوس هر څوک فساد نه کوي، بلکې فساد منظمه او مشخصه کړۍ کوي چې سرچینه یې په ارګ کې ده. د دوی فساد بیا داسې دی لکه جواز چې ورکړل شوی وي او هېڅوک ترې د پوښتنې حق ونه لري.
ارګ له کمېشنکارانو ډک دی. د ولسمشر له لوري مقرر شوي یو درجن مشاورین بل کار نه لري، ټوله ورځ کمېشنکاري کوي، د پیسو په بدل کې شرکتونو او اشخاصو ته قراردادونه اخلي. ولسمشر دې نه هېروي چې نوموړي آن له تېر حکومت څخه هم مفسدین را اخیستي، په “تدوام” کې یې یوازې د تېرو مفسدینو کار ته دوام ورکړی او په “تحول” کې بیا نوي مفسدین هم ورسره یو ځای کړي دي. د اشرف غني په حکومت کې مشران په واقعیت کې د غلو او مفسدینو یوه ټولګه ده چې ځینې کم به پکې پاک هم وي، خو هغوی هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
اشرف غني او ملګري به یې تر کله خپله ناکامي پر پخواني حکومت وراچوي. اوسنی حکومت له پخواني سره اصلا د پرتلې وړ نه دی، که پرتله یې کړو، نو اشرف غني په خپله واکمنۍ کې داسې میراثونه پرې ایښي چې نور حکومتونه به یې په کلونو هم جبران نه شي کړای. د اشرف غني په حکومت کې فساد قانوني شوی، غله او مفسدین په ارګ کې دي او هېڅوک ترې د پوښتنې حق نه لري. د اشرف غني خپلو ناکامو تګلارو او ناسنجول شوو کارونو زموږ اداري تخریب کړي او حکومتولي یې شرمولې ده.
که اوسني چارواکي غواړي چې د ولس ملاتړ او رضایت ترلاسه کړي، نو د پخواني حکومت د زړو پروژو د افتتاح پر ځای دې خلکو ته رښتیني خدمات وړاندې کړي. دوی به تر کومې خپله ملامتیا پر نورو اچوي. که فرض کړو چې فساد له پخواني حکومته ورته په میراث پاتې دی، نو خلک له دې ښاغلو پوښتنه کوي چې تاسو په شپږو کلونو کې د اصلاحاتو په برخه کې څه کړي؟ تاسې له غلا، فساد او د خلکو په سترګو کې له خاورې شیندلو پرته بله لاسته راوړنه لرئ!؟