د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو دفتر رئيس وانګ يي د جولای په ۱۹ مې نېټې د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزیر هېنز الفريډ کيسينګر سره کتلي دي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې ښاغلي کيسينګر د چين او امريکا د اړيکو د ښه والي لپاره تاريخي خدمتونه کړي او د دواړو هېوادونو د متقابل پوهاوي په زياتولو کې يې بې بديله رول لوبولی دی.
د نوموړي په وينا، چين د پخوانيو ملګرو دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او له امريکا سره اړيکې د رئيس شي جين پینګ د مطرح شوو درېيو اصولو(متقابل درناوي، په سوله کې ګډ ژوند او متقابلې ګټورې همکارۍ) له مخې پرمخ وړي.
نوموړي ياد درې اصول بنسټيز او د اړيکو د لرې راتلونکي پرمختګ لپاره ګټوربللي دي او په وينا یې، همدغو درېيو اصولو د چين او امريکې د اړيکو سمه لاره ترسيم کړې ده او هغه هڅې چې چين بدل او د پرمختګ مخنيوی يې غواړي، بريالۍ به نه شي.
وانګ يي ويلي، چې د چين په اړه د امريکا تګلارې د کيسينګر ډيپلوماتيکې پوهې او بصيرت ته اړتيا لري.
نوموړي د تايوان مسئلې په اړه د چين دريځ بیا په ډاګه کړی او هيله يې ښودلې، چې امريکا په رېښتينو کړنو له چين څخه له تايواني بېلتون غوښتونکو سره څرګند مخالفت وکړي.
کيسينګر په خپلو خبرو کې امريکا او چين پر نړۍ د اغېزمن توان لرونکي هېوادونه ياد کړي او د دواړو هېوادونو ثابتې اړيکې يې د نړۍ په سولې، ټيکاو او د خلکو په ښېګڼو پسې تړلې بللې دي.
نوموړي ويلي، امريکا او چين باید يو له بل سره مساوي او ښه چلند وکړي او دوامدارې اړيکې باید وساتي او له داسې کړنو، چې د يوې خوا د ګوښه کولو هڅې پکې کيږي، لرې واوسي.
کيسينګر ويلي، امريکا د شانګهای اعلاميه کې د يو چين پېژندنې اصل د مراعات ژمنه کړې او په اسانۍ باید له خپلې ژمنې په شا نه شي او سرغړونه دې ترې نه کوي.
نوموړي زياته کړې، که څه هم اوس هغه د امريکا په حکومت کې دنده نه لري، خو بيا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پاملرنه کوي او د دواړو هېوادونو له هغو هڅو ملاتړ کوي، چې پدې وروستیو کې يې د خپلمنځي اړيکو د ښه والي لپاره کړې دي.