بادغیس د هېواد د شمال لوېديځو ولايتونو په ډله کې راځي او مرکز یې د قلعه نو ښار دی. دغه ولايت لوېديځ ته له هرات، ختيځ ته له فارياب، سوېل ته له غور ولایت او شمال ته د ترکمنستان له هېواد سره ګډې پولې لري.
دغه ولایت ۲۳۰۰۰ کيلومتره مربع مساحت او شپږ ولسوالۍ لري، د وګړو شمېر يې ۴۳۹۵۰۰ تنه ښودل شوی دی. بادغيس د بادخېزه په مانا هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى.
بادغيس يو وخت د هپتاليانو تر واک لاندې سيمه بلل کېده، چې د طرخان په مشرۍ يې د اسلام د لښکرو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ. د يوه نوم ورکي ليکوال په وينا، بادغيس شاوخوا درې سوه کلي درلودل او تر ټولو مهم او اغېزناک ښار يې دهستان او د بادغيس حکومت په مرکز کوغن اباد کې و.
بادغيس په ١٩٦٢ م کال کې د افغانستان د سياسي اداري وېش په موده کې د هرات ولايت يوه برخه وه. دغه اړيکه له پخوا زمانو څخه اوږده ريښه لري. د بادغيس په بازارونو کې داسې سوداګر او صنعت کاران شته، چې په اصل کې د هرات اوسېدونکي دي او يا يې هم د هرات ټول فرهنګ ساتلى دى. په بادغيس کې حنظله بادغيسي، چې له اسلام منلو وروسته لومړنى شاعر دى، دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.
بادغيس ولايت مواصلاتي لارې او کافي اوبه نه لري. نو له همدې امله دى چې په هېواد کې يې د نورو ولايتونو په پرتله د وګړو شمېر کم او دغه راز د دغه ولايت د پراختيا او پرمختګ درجه په ټيټ حالت کې ده.
د دغه ولايت اقليم وچ دى، په ژمي کې پکې واوره اوري او په اوړې کې هم ګرم موسمي بادونه لري. بادغيس د خپل غرنيز جوړښت له امله په ځانګړي ډول په سوېل- لوېديځو او سوېل- ختيځو برخو کې ډېرې ښايسته طبيعي منظرې لري، چې يوه ښه نمونه يې د سبزک بند دى او دغه ځاى د ارچې د ونو په منځ کې پټ او د اوبو ډېرې چينې لري.
دغه راز د بادغيس ولايت بله طبيعي منظره د جوند په دره کې ډېرى ځايونه ولاړې اوبه دي، چې د “پوده” اوبو په نوم هم شهرت لري. د مرغاب سيند هم چې د هېواد له ډکو بهېدونکو سيندونو څخه دى، د دغه ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې تېريږي.
د زرمست بند هم د تبعي منظرو يوه بله نمونه ده، چې ډېره په زړه پورې هوا لري، خو له دې ټولو ښايسته منظرو سره سره بيا هم افغان ولسمشرانو او واکمنانو دغه ولايت ته کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړې.
د بادغيس پسرلى ښايسته او افسانوي ښکلاګانې لري، د غرونو شنې لمنې د لاله په ژېړو او بنفشو رنګونو داسې ښکلې شوې وي لکه ناوې، چې د خپل معشوق په انتظار کې د هغه د راتلو په تمه مسکا او خنداګانې کوي. دغه ولايت د مرکز په ګډون اته اداري واحدونه لري: قلعه نو (مرکز)، اب کمري، جوند، غورماچ، مقر، قادس او مرغاب.
د دغه ولايت اقتصاد پر زراعتي محصولاتو ولاړ دى. کرنه يې ډېره برخه للمينه بڼه لري او له مډرنو او تخنيکي توکو ډېره کمه ګټه پورته کوي. کرنيز حاصلات يې: غنم، جوار، نخود، زيره (زڼکۍ)، کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي. بادغيس له لرغونو زمانو راهيسې تر اوسه د خراسان د ګودام او د افغانستان د لوېديځې حوزې په نوم شهرت لري.
د دې سيمې د خلکو دويم کسب مالداري او د قره قل پسونو ساتل دي، له ياد ولايته هر کال پسونه، د قره قل پوستکي، وړۍ، کُرک او کورت د هېواد نورو ولايتونو او له هېواده بهر صادرېږي.
د بادغيس د زيار ايستونکو خلکو يو بل کسب د غاليو اوبدل دي، چې ډېرى وخت په کورونو کې د ښځو له خوا اوبدل کېږي. د بادغيس غالۍ په هېواد او بهر کې ځانګړی نوم لري، چې په ٥٠ لمريز کلونو کې دغو غاليو د امريکا د فلاديلفيا ښار او د توکيو په نړيوالو نندارتونونو کې لومړى مقام ګټلى و. د دغه ولایت د غاليو اوبدلو موسسې “د بادغيس غالۍ اوبدلو شرکت” په نوم تر ١٣٧١ لمریز کلونو پورې چې دفتر يې په کابل ښار کې و، شتون درلود، خو د مجاهدينو تر منځ په خونړيو کورنيو جګړو کې يې د نورو اقتصادي بنسټونو په څېر خپل دفتر له پولې هاخوا ولېږداوه، چې اوسمهال هم د سمرقند په ښار کې په همدغه نوم شته.
پسته د دغه ولايت له مهمو محصولاتو ګڼل کېږي، چې هر کال ترې خلک او دولت میلياردونه افغانۍ ګټه تر لاسه کوي. د بادغيس د پستو ځنګلونه د هېواد په کچه تر ټولو لوى ځنګلونه دي، چې شاوخوا ٩٥ زره هکټاره ځمکه يې نېولې ده او دولت هم دغه باارزښته وچې مېوې ته ډېره کمه پاملرنه کړې ده. ځکه د دغه ولايت ډېرى بې وزله خلک د ژمي لپاره لرګي له دغو ځنګلونو څخه تر لاسه کوي او دغه راز دولت د دغو ونو د ډېرېدو لپاره هم کوم پروګرام نه لري.
د قلعه نو ښار په څو سوه مترۍ کې د هوايي ډګر سوېل خوا ته په مخکينيو کلونو کې د غره د راښويېدو له امله د باميانو د طاقونو په بڼه څو طاقونه جوړ شوي دي او که د همدغه غره په لمنه کې د ختيځ او لوېديځ لوري ته کاوش تر سره شي، نو ډېرې لاسته راوړنې به ولري او دغه امکان هم لري، چې دغه طاقونه ښايي له اسلامه مخکې دورو پورې اړوند وي.
د قلعه نو ښار لوېديځ لور ته په ٧٠ کيلومترۍ کې د کلا نريمان په نوم يو مشهور حصار پروت دى، چې ډېر حيرانوونکې او لرغونې ودانۍ لري. غبار، ((افغانستان د تاريخ په اوږدو کې)) په خپل کتاب کې دې کلا ته د کاليون کلا نوم ورکړى دى. يوهبله مشهوره کلا چې د کاليون (نريمان) د خور په نوم هم مشهوره ده، د قادس ولسوالۍ په اړوند سيمو کې جوړه شوې، چې په ورته بڼه يې د مغوليانو پر وړاندې خپل مقاومت وښود چې له همدې امله د پيوار کلا په نوم هم يادېږي. د سيمې خلکو له يادو دواړو ځايونو په تېرو کلونو کې لرغوني اثار را ايستي دي، چې بيا د سيمه ييزو قاچاق وړونکو له خوا پاکستان ته قاچاق او له هغه وروسته خرڅ شوي دي.
حنظله بادغيسي، فضلاحمد پیمان، سمنبو بادغيسي، معلم نېک محمد خان، احمد بن عبدالله خجستاني، ابوبکر، وسيمه، بسم الله بسمل، عرفاق، سمنگو بادغيسي او نقيب الله اروين د دغه ولایت وتلې څېرې دي. د دغه ولايت اقتصاد پر زراعتي محصولاتو ولاړ دى، کرنه يې د للمي بڼه لري او له مډرنو او تخنيکي توکو ډېره کمه ګټه پورته کوي. کرنيز حاصلات يې غنم، جوار، نخود، زيره (زڼکۍ)، کونځلې، هندواڼې، خټکي او نور دي. بادغيس له لرغونو زمانو راهيسې تر اوسه د خراسان د ګودام او د افغانستان د لوېديځې حوزې په نوم مشهور و.
د دې سيمې د خلکو دويم کسب مالداري او د قره قل ډوله پسونو ساتل دي، له دغه ولايته هر کال پسونه، د قره قل پوستکي، وړۍ، کُرک او کورت د هېواد نورو ولايتونو او له هېواده بهر صادرېږي. د دغه ولايت کرنې ته ملخان او کپشک ډېر زيان رسوي.
په بادغيس کې له دولتي ټلوېزيون پرته چې ملي او سيمه ييز پروګرامونه خپروي، نور نشرات نه کوي او دغه راز د حنظله په نوم يوه راډيو هم ځينې خپرونې لري. د “بادغيس اينې” په نوم يوې مياشتنۍ چاپي رسنۍ هم په دې وروستيو کې خپل فعاليت پيل کړى دى. د مشعل هدايت مياشتنۍ، د بادغيس ولايت د علماوو شورا نشريه ده، چې هره مياشت له چاپه راوځي. د صداى بادغيس مياشتنۍ او د ښځو د خورشيد مجله خپل فعاليت جاري ساتلی دی. بادغيس ويب سايټ هم لري، چې د دغه ولايت د ډېرو فرهنګيانو له لوري جوړ شوى دى.
د دغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په بادغيس کې ۴۶۰ ښوونځي فعال دي، چې ۸۰ يې لېسې او پاتې ټول يې ابتدايه او منځي ښوونځي دي. په دغه ولايت کې ١٢٠ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٣٥ سلنه يې نجونې دي.
په ياد ولايت کې د کرنې يوه مسلکي لېسه او د قابلګۍ يو انسټېټیوټ هم فعاليت لري. بادغيس ولايت د تاريخ له نظره ډېر لرغونى فرهنګ لري او حنظله بادغيسي په افغانستان کې د دری ژبې لومړنى شاعر پاتې شوى دى.
لکه څرنګه چې بادغيس له شاته پاتې او درېيمه درجه ولايتونو له ډلې څخه دى، نو دې ته په کتو په دغه ولايت کې فرهنګي فعاليتونه هم کمرنګه دي. په بادغيس کې له دولتي ټلوېزيون پرته چې ملي او سيمه ييز پروګرامونه خپروي او دغه راز د حنظله په نوم يوه راډيو هم خپلې خپرونې کوي، نورې رسنۍ فعالیت نه لري. په دغه ولايت کې فرهنګي او ټولنيز بنسټونه ډېر مروج نه دي.
د دغه ولايت د المپيک امريت د معلوماتو له مخې، د ياد ولايت په بېلابېلو ټيمونو کې شاوخوا ٣ زره ورزش کاران غړيتوب لري او رسمي سيالۍ کوي.
دغه راز په بادغيس کې فوټبال، واليبال، دوش او باسکټبال لوبې ډېر مينه وال لري او همدارنګه رزمي لوبې لکه تکواندو، جودو، کاراته، پهلواني او ډېرې نورې هغه یې مروجې دي او دغه راز په دې وروستيو کې د کرکټ لوبې هم ځينې مينه وال پيدا کړي دي.