د چين د احصائيې ملي ادارې د جولای په ۳۰مې نېټې د لويو کلتوري تصديو او د اړوند صنعت د لويو تصديو مالوماتي راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د روان ۲۰۲۳م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په دغه هېواد کې د لويو کلتوري تصديو او د اړوند صنعت د لويو تصديو عوايد ۵۹۳۵،۷ ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷،۳ سلنه زياتوالی او د زياتوالي انډول يې د سږکال د لومړۍ ربعې په پرتله ۳،۳ سلنه لوړوالی ښيي.