جک کروواک امریکایي لیکوال دی، چې د خپل وخت د لیکوالانو د اصولو پر خلاف یې لیکل وکړ. هغه په شلمه پېړۍ کې په امریکا کې خورا مشهور شو. د شهرت لامل یې هم د هغه داسې لیکوالي وه چې د امریکایي ځوانانو او هغه مهالني نسل خوښه شوه. د دې تر څنګ هغه یو یاغي طبعې لرونکی کس و، انساني ژوند ته یې درناوی درلود، خو قوانین او د امریکا ځینې ظالمانه کړنې یې غندلې. د ده د لیکوالۍ له امله د بيټ په نامه یو بهیر رامنځ ته شو. د دې بهیر ملاتړو ځوانانو او لیکوالانو په ځانګړي سبک لیکنې کولې، د ځينو سیاستونو مخالفت یې کاوه او ان د ویتنام د جګړې پر ضد د امریکایي حکومت پر وړاندې ودرېدل.
جک کروواک په امریکایي ادبیاتو کې په شلمه پېړۍ کې وتلی نوم دی، هغه د شهرت اوج ته ورسېد، خو په ۱۹۶۹ز کال کې د اکتوبر په ۲۱مه داسې مهال چې هر امریکایي لوستی یې له نامه سره اشنا و، ومړ. هغه له بودايي مذهب او اصولو سره مینه لرله، د ذند له نصیحتونو سره بلد و او له همدې امله یې ملګری آلن ګینز برګ ده ته د امریکایي نثر بودا وايي. ده هڅه کوله چې د مدرنیز له وحشیانه پرمختګ سره مقابله وکړي. وحشیانه پرمختګ په دې مانا چې د انسان لپاره یې انساني ژوند غوښت، نه د نورو ځپل، وژل او له منځه وړل. له همدې امله یې د بيټ نسل لیکوالان رامنځ ته کړل. دا نسل لیکوالان د ده پلویان وو، انساني ژوند یې ازاد، خو نرم غوښت، نه له جګړو او بې پروا پرمختګونو ډک.
جک د ۱۹۲۲ز کال د مارچ په ۱۲مه له فرانسوي او کاناډايي مور پلار زیږېدلی دی. جک په لومړي سر کې په فرانسوي ژبه خبرې کولې، خو وروسته په شپږ کلنۍ کې دې ته اړ شو چې انګلیسي ژبه زده کړي. د عمر تر پایه دی په دې بریالی نه شو چې په انګلیسي ژبه سمې روانې او پرته له کوم مشکله خبرې وکړي. ده ځینې شعرونه په فرانسوي ژبه لیکلي، خو ناولونه یې په انګلیسي ژبه دي.
مور یې کاتولیک مسیحي وه، له همدې امله یې پر خپل زوی جک هم فشار راوړ چې پر دې مسایلو ژوره عقیده ولري. ده ته به یې زده کړې ورکولې او دیني مسایلو ته یې هڅاوه. هغه وایي، یوازینۍ ښځه چې په نړۍ کې ورباندې ګرانه وه، مور یې وه، بل هېڅوک په ژوند کې ورباندې ګران شوي نه دي. دی اته کلن و چې ادعا یې وکړه، خدای ورته ویلي چې ښه اروا لري، خو ژوند به یې له بدمرغۍ ډک وي. د ده په خبره، دی پوهېږي چې په ژوند کې به خوشالي ونه لري، خو په پای کې به هر څه سم شي. هغه په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې له فوټبال سره مینه لرله او دغه سپورت ته یې مخه کړه.
مخکې مو هم وویل چې دوی د بيټ په نامه د لیکوالانو او ځوانانو یو غورځنګ یا بهیر رامنځ ته کړ. آلنګ ګینزبرګ د جک نږدې ملګری و او د جک تر مرګ وروسته یې دېرش کاله نور هم ژوند وکړ. دی وایي، د بيټ په نامه کوم غورځنګ نه و موجود؛ بلکې دوی هسې سره کېناستل او دا پرېکړه یې وکړه چې خپل بهیر به مدیریت کوي، خو رسنیو ورپسې وتړله چې دوی د بيټ غورځنګ دی او په همدې نوم فعالیت کوي. د بيټ نسل د لومړي ځل لپاره د جک کروواک له لوري په ۱۹۴۸ ز کال کې وکارول شو. د دې کلیمې د کارولو وړاندیز هربرت هانک ورته کړی و. په دې حلقه کې د پوهنتون استادان، لیکوالان، ځوانان او نور شاعران راټول شوي وو. دوی بيټ کلمه د هغه چا لپاره کاروله چې پیسې یې نه لرلې، کوم لیدلوری یې نه درلود او د ژوند له مسایلو ستړي وو. دا کلمه په امریکا کې هم د ستړي او ټوټې ټوټې په مانا کارول کېږي.
هغه له فوټبال سره مینه لرله، خو یو وخت یې له فوټبال او پوهنتون دواړو سره مخه ښه وکړه او پرې یې ښودل. له هغې وروسته یې په نیویارک کې ژوند پیل کړ. دلته له خپلې مېرمنې ادې پارکر سره بلدېږي، د دوی تر منځ اړیکې پخېږي او له هغې سره واده کوي. په همدې وخت کې له ځينو ځوانو لیکوالانو سره هم بلدېږي او په ګډه بیا وروسته وروسته د بيټ نسل غورځنګ بنسټ اېږدي. له دوی سره ژورې اړیکې پالي، هر یو یې پر ژوند اغېز کوي او له دې ډلې کسانو ډېر یې وروسته د جک د ناولونو کرکټر هم دي. نیل کاسدي، جان کلون، هبرت هوک، لوسین کار، ویلیام او نور هغه کسان وو چې دی په نیویارک کې ورسره معرفي او ملګري شول.
کروواک په ۱۹۴۲ز کال کې د امریکا له سمندري پوځ سره یو ځای شو. په ۱۹۴۳ز کال کې یې د روزنو تر بشپړېدو وروسته عملي کار پیل شو، خو یوازې اته ورځې یې په دغه پوځ کې فعالیت وکړ. په اتمه ورځ هغه سردرد کېږي، له ډاکټرانو دوا غواړي، دوی یې لا ډېرو معایناتو ته معرفي کوي، خو وروسته وروسته دوی په خپل راپور کې لیکي چې د هغه روغتیايي وضعیت په پوځ کې د دندې تر سره کولو لپاره مناسب نه دی. همدا دی چې پوځ پرېږدي او بېرته خپلو ملګرو ته راګرځي.
ده په امریکایي پوځ کې د دندې او کار پر مهال خپل لومړنی ناول هم لیکلی و. د کتاب نوم یې و (سمندر زما ورور دی) دا کتاب هغه مهال چاپ نه شو. کتاب په ۱۹۴۲ز کال کې لیکل شوی و، خو ان په ۲۰۱۱ز کال کې د کروواک تر مرګ لسیزې وروسته چاپېږي. هغه په دې کتاب کې نابرابرۍ، ستونزې، ناهیلۍ او د خپل ژوند ناخوالې بیان کړې دي.
جک کروواک په امریکا کې د بيټ نسل سرلاری و. دوی له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۵۰ز کال کې فعالیت پیل کړ. دغه ډلې غوښتل په ټولنه کې د شته ناوړه دودونو، ځینو اصولو، ارزښتونو، جنسي مسایلو او او ټولنیزو ستونزو پر وړاندې ودرېږي. دوی د خپلو تجربو یوه برخه موسیقي ته هم یوړه، هلته یې هم مینه وال لرل، د موسیقي کاروونکو به د دوی شعرونه زمزمه کول او خلکو ته یې رسول. کروواک له خپلو ملګرو سره ډېر وخت د موسیقي په اورېدو، سندرو، شعرونو، کله کله په نشو تماشو تېراوه. دی او دوستان یې په امریکا کې د بيټ نسل مشهورې څېرې وې. په حقیقت کې جک لومړنی کس و چې د بيټ کلیمه یې د خپلو ملګرو او فکر د تعریف لپاره وکاروله. دوی په همدې لړ کې د (پر لار) ناول خپور کړ. دغه ناول جک کروواک لیکلی و او په هغه کې یې د خپل ژوند ټول مسایل را اخیستي وو. د کتابونو کتونکو له جک ډېرې پوښتنې وکړې او ده یې هم ځوابونه ورکړل. کتاب ډېر مینه وال پیدا کړل، د لوستونکو تر څنګ یې ان د هغه وخت د ډېرو لیکوالانو پر سبک خپل اغېز پرېښود.
(په لار یا په سړک کې ) ناول جک په دریو اونیو کې ولیک. دا کتاب داسې مهال لیکل شوی و چې لیکوال یې ډېر بېوزله او بې پیسو و. خو بیا یې هم ساعتونه له خپلو ملګرو سره په عیاشۍ تېرول. دی یو وخت پرېکړه کوي چې له خپلو ملګرو سره د امریکا بېلو برخو ته سفرونه وکړي. د ۱۹۴۷ او ۱۹۵۰ز کلونو تر منځ کلونه د کروواک په ژوند کې مهم دي، ځکه په همدې وخت کې یې په ژوند کې ډېر تحولات راځي او دی د امریکا ځينو برخو ته سفرونه کوي.
د کروواک په ژوند کې تر ټول مهمه پېښه له نیل کسدي سره د هغه معرفي کېدل وو. نیل پخپله مشهور او وتلی لیکوال نه شو، خو د نورو لیکوالانو پر ژوند یې ډېر اغېز درلود. له کروواک سره د ده ملګرتیا د هغه د مشهور کتاب (پر لاره) د لیکلو سبب شوه. پخپله کروواک وایي چې د نیل کسدي په راتګ یې د ژوند سفر پيل شو او دا د لارې سر و. په همدې کتاب کې یې یو کرکټر نیل دی او په کتاب کې یې نوم دین موریارتي دی. نیل کسدي څه رقم سړی و؟ ولې یې د کروواک پر ژوند اغېز درلود؟ هغه په لس کلنۍ کې له موره پاتې شو او یوه کس یې د پلار په نامه روزنه پيل کړه. دی سرشاره او خورا شرور بنیادم و. په څوارلس کلنۍ کې د غلا په تور ونیول او بندي شو. په پنځلس کلنۍ کې یې د هټیو غلا پيل کړه، خو په اتلس کلنۍ کې مهار چلباز ترې جوړ شوی و، چې بیا وروسته ۱۱ میاشتې بندي شو او دې بند یې پر ژوند پوره اغېز وکړ، تر ازادېدو وروسته یې بیا جنایت ته لاس ور نه وړ، واده یې وکړ او په نیویارک کې یې ژوند وکړ. دلته له کیینزبرګ او کروواک سره بلد شو او د دوی ملګرتیا پخه شوه. نیل ازاده روحیه لرله، ځان یې په هېڅ قید کې نه بندي کاوه، نورو ته یې هم د ازادۍ او انقلاب درس ورکاوه، له همدې امله د بيټ نسل په منځ کې خورا مشهور هم و. (پر لار) ناول یې په دریو اونیو کې پر یوه رول کاغذ ولیک چې ۳۶ متره اوږد و. په همدې ناول کې یې ډېری کرکټر د سفر ملګري او هغه کسان دي چې دوی د سفر په اوږدو کې ورسره مخ کېږي. ناول په امریکا کې ناندرۍ راولاړې کړې. دا د یوه نوي نسل روایت و. دوی د نورمال ژوند مخالف خلک وو، دوی ځانګړی د ژوند سبک غوره کړی و او په ډېرو قیدونو بندونو پسې نه ګرځېدل.
پر لاره ناول د کروواک د شخصي خاطراتو پر بنسټ لیکل شوی و. هغه وخت یې لیکلی و چې د امریکا ډېرو برخو ته یې سفرونه وکړل. هغو یادښتونو د ناول په لیکلو کې ډېره مرسته ورسره وکړه چې د سفر پر مهال یې اخیستي وو. شپږ کاله یې وخت ونیو چې دغه ناول ته ناشر پیدا شي او هغه چاپ کړي. خو همدا چې خپور شو، د لوستونکو له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو. همدې ناول ډېرې ګټې ورته وکړې چې کروواک یې یو څه شتمن کړ. ده یوازې منثورې لیکنې نه کولې، شعرونه یې هم لیکل. له شعرونو سره به یې موسیقي هم غږوله. ده په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ ز کلونو کې د شعري محفلونو لکه رنسانس او سانفرانسیسکو سره اړیکه لرله. ډېری هنرمندانو خپل البومونه د ده ناولونو او شعرونو په نامه نومول. ان د جک تر مرګ وروسته هم شاعرانو او لیکوالانو غوښتل د ده په څېر ژوند وکړي او د ده په څېر ازاد او خپلواک وي.
بالاخره دغه مشهور امریکایي لیکوال د ډېرو شعري ټولګو او ناولونو تر لیکلو وروسته، د ۱۹۶۹ز کال د اکتوبر په ۲۱مه د داخلي خونریزۍ له امله ومړ. ډاکټرانو یې هم لامل له حد ډېر د نشه يي توکو څښاک او استعمال بللی و.