پخواني ولسمشر حامد کرزي خبرداری ورکړ چې افغان لوری او طالبان باید ډیر دقت وکړي چې د سولې تر عنوان لاندې د پردیو اهداف و نه اوسي. حامد کرزي له اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د سولې په نتیجه کې باید په افغانستان کې قوي حکومت رامنځ ته شي نوموړی وايي په اوس وخت کې له ټولو بدبختیو، د پرديو له لاس وهنو او مطلق استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لار سوله ده. کرزی وايي د موازي ادارو اعلان د افغانستان لپاره خطرناک دی او د ټاکنو پایلې هېوادونو په رسمیت ندي پيژندلي او مخشوشې اعلامیې یې په اړه ورکړل شوي دي. حامد کرزی وايي، د سولې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د انتخاباتو نه د راپورته شوې لانجې حل په کار دی او د ټاکنو د لانجې هوارول او یوه جوړ جاړي ته رسېدل د ولسمشرۍ ټاکنو د مخکښو کاندیدانو پورې اړه لري.