د بهرنيو چارو سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو سازمان او غړو هېوادونو تر منځ د مثبت تعامل پر دوام، د افغانستان په اړه د راتلونکو نړيوالو ناستو، له نشه یي توکو سره پر مبارزې او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په جوړېدونکو راپورونو خبرې شوي دي. روزا اوتونبایوا د نشه يي توکو پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ګټوره او هڅوونکې بللې او ویلي یې دي، هڅه به وکړي چې له کروندګرو سره د یادو توکو د بديل معيشت په برخه کې مرستې را جلب کړي. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د بشرپاله مرستو د وېش لپاره ښه زمینه برابره شوې او سرپرست حکومت له بشرپاله مرستو څخه د مالیې په بڼه څه نه دي اخیستي. نوموړي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې خپل راپورونه د واقعيتونو پر بنسټ جوړ او د افغانستان رښتینی انځور وړاندې کړي.