د شمالي مقدونیې پولیسو ۴۰ کسان چې غوښتل یې له غیر قانوني لارو لوېديځې اروپا ته ولاړ شي، نیولي دي. په دغو نيول شويو کډوالو کې ۳۶ تنه یې افغانان او څلور پاکستانیان دي. د شمالي مقدونیې د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا کسان یې د پلازمېنې سکوپیې د جنوب په نږدې ۹۰ کیلومترۍ کې په یوه لارۍ کې موندلي او د لارۍ ډرېور هم د انسانانو د قاچاق په تور نیول شوی دی. پولیس وايي چې ښايي دا کسان د یونان له لارې په غیر قانوني ډول دې هېواد ته ننوتي وي. د شمالي مقدونيې د پولیسو چارواکي وايي چې نیول شوي کسان د شمالي مقدونیې او یونان ترمنځ یوه سرحدي ښارګوټي ته لېږل شوي او له هغه ځایه به بېرته یونان ته ستانه کړای شي. د روان کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو درېیو اوونیو کې څه کم یونیم زر کډوال شمالي مقدونیې ته په غیر قانوني ډول له ننوتو وروسته نیول شوي دي.