وروسته تر هغه چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو خبره مطرح کړه د افغانستان دفاع وزارت وایي، دا مسئله د اندېښنې وړ نه ده. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، د افغانستان پوځ د دې وړتیا لري چې په خپله د خپلې خاورې دفاع وکړي. هغه زیاته کړې، اوسمهال د شاوخوا ۹۵ عملیاتو رهبري خپله افغان ځواکونه کوي او په ډېرو کمو مواردو کې له بهرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه کوي. دفاع وزارت دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر پرون په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې ویلي، په راتلونکې لنډه موده کې به له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو لړۍ پیل کړي.