د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي. د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي رییس خیر محمد وايي، چې د یاد ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په ځينو سیمو کې د تېرې شپې بارانونو او سېلابونو له امله د خلکو شاوخوا لس کورونه ویجاړ او ۷۰ څاروي له منځه تللي دي او یو شمېرسیمو ته د تګ را تګ لارې هم بندې شوې دي. د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل، چې په یادې ولسوالۍ پورې اړوند بنګړۍ، رساني، ملنګانۍ، نویا او نورو سیمو کې سېلابونو د خلکو کورونه ویجاړ کړي او لسګونه څاروي له منځه وړي دي. په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ د اټوک سیمې یو اوسېدونکي خدای نور وویل، چې د سېلابونو د راوتلو له امله یې کور ویجاړ او ۵۰ څاروي یې له منځه تللي دي.