ټرمپ د قطر دفتر له مشر ملا برادر سره خبرې کړې دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې له ملا برادر سره یې ښې خبرې لرلې دي. ټرمپ وایي طالبانو ډاډ ورکړی چې تاوتریخوالی نشته دی. طالب ویاندویانو هم دغه خبرې تایید کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې ټرمپ او ملا برادر د سولې پر راتلونکو ګامونو خبرې کړې دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین بیا وایي چې ټرمپ د سولې په اړه له ملا برادر سره شاوخوا ۳۵ دقیقې تلیفوني خبرې کړې دي. دده په وینا ټرمپ ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به د بین الافغاني خبرو د اسانتیا لپاره له افغان حکومت سره خبرې کوي. ملا برادر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي که امریکا پر خپلو ژمنو عمل وکړي نو طالبان به په راتلونکې کې له دوی سره ښې اړیکې وپالي.ټرمپ دغه راز له طالب مشرتابه سره ژمنه کړې چې سولې راتلو سره به د افغانستان بیا رغونې لپاره د فوق العاده مرستو بندوبست وکړي.