ځايي چارواکو په نورستان کې د یوه کوچني هوايي ډګر د جوړېدو خبر ورکړی دی. د نورستان مرستیال والي مولوي فیصل مختار وویل چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې د یوه کوچني هوايي ډګر د جوړېدو چارې د ۶ سوه زره افغانیو په لګښت پیل شوې. د نوموړي په وینا یاد هوايي ډګر په دوه نیم جریبه ځمکه کې جوړيږي، چې د جوړېدو چارې به یې د لسو ورځو په موده کې بشپړې شي او لګښت یې د ولایت مقام له لخوا ورکول کېږي. د یادونې وړده، چې دغه کوچنی هوايي ډګر به په یو وخت کې د دریو چورلکو د کیناستو ظرفیت ولري.