د لغمان مرکز مهترلام اړوند چهاردهي قبرستان او عصمت قرارګاه کليو کې، د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د اوبو رسولو دوې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو شبکو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان والي وویل چې دغه دوه شبکې د ۸ میاشتو په موده کې جوړې شوي، چې پرمټ یې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابره شوې دي. بلخوا د سیمې اوسېدونکي هم خوښ دي او وایي چې له دې وړاندې د څښاک اوبو برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.