په ننګرهار ولایت کې د تېر په پرتله د پنبې حاصلات ډېر شوي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي، چې سږ کال په ۲۸۹۵ هکټاره ځمکه باندې پنبه کرل شوې، چې ۴۷۶۲ مټریک ټنه حاصل به ترې تر لاسه شي. بزګران وايي، د وچکالۍ او اوبو د نشتوالي له امله يې د پنبې پر سږني کښت زیات لګښت شوی او ګټه یې په نشت حساب ده. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د بزګرانو له لوري یادې شوې ستونزې مني او د حل په برخه کې یې د خپلو هلو ځلو د ترسراوي یاده کوي.