د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي ډېر ژر به د کرونا ضد واکیسن جوړ شي. ټرمپ پرون د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل د کرونا ویروس پر ضد ددوی اقدامات خورا ګټور دي. دی زیاتوي له کانګریس یې دوه ملیارده ډالر ددغه ویروس پر ضد د مبارزې لپاره غوښتي دي او دغه راز درمل جوړوونکي په دې لګیا دي چې د کرونا ضد واکسین جوړ کړي. دده به خبره دغه واکسین به ډېر ژر د استفادې وړ وي. په امریکا کې کرونا ویروس په چټکتیا د پراختیا په حال کې دی. تر دې دمه سل کسه ورباندې اخته دي او نهه کسه یې وژلي دي. پر کرونا اخته ډېری کسان له نورو هېوادونو امریکا ته ورغلي دي.