وسله والو طالبانو په کندوز کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي دي. په کندوز کې یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې اتلس افغان سرتېري وژل شوي او لس کسه نو د طالبانو له لوري برمته شوي دي. د کندوز امنیتي سرچینې وایي چې پېښه نن د امام صاحب ولسوالۍ په دوو بېلو سیمو کې شوې ده. په بوته کشان سیمه کې لس عسکر د طالبانو له لوري تښتول شوي او په باغ شرکت سیمه کې دري سیمه ییز پولیس او د ملي اردو پنځلس سرتېري وژل شوي دي. دکندوز د ولایتي شورا غړی غلام رباني رباني پېښه تاییدوي خو یوازې د لسو سرتېرو د وژل کېدو خبره کوي. افغان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا راپورونه وايي چې د بدخشان په څو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.