ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن نن اسراییل ته لاړ شي. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې بلېنکن به د اسراییلو د کابینې له غړو سره وګوري او بیا به د سیمې نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي. له دې وړاندې د امریکا ولسمشرهم اسراييل ته تللی و او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره يې ليدنې کړې وې. دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم اسرایيلي ځواکونو د بېځایه شویو کډوالو پر یوه کمپ بمبار کړی، چې د شاوخوا ۵۰ تنه فلسطینیانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.