د روغتيا نړۍوال سازمان د افغانستان څانګې ويلي، چې په دغه هېواد کې يې ۱.۴ میلیونه افغانانو ته روغتيايي مرستې برابرې کړي دي. دغه سازمان ويلي، دغه مرستې يې خپله او د ۵۲ نورو روغتیایي شریکانو پر مټ برابرې کړي دي. سرچينه وايي، دغه خدمتونه د افغانستان د ټولو ۳۴ ولایتونو په ۳۱۲ ولسوالیو کې د ۹۷۲ روغتیایي مرکزونو او کلینیکونو له لارې رسول شوي دي. د ياد سازمان په وینا، په دې کې ۳۸۷ زره او ۴۰ کسانو بېړني روغتیایي خدمتونه هم ترلاسه کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان تېره میاشت خبرداری ورکړی و، چې که بودیجه ترلاسه نه کړي نو اته میلیونه افغانانان به له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي.