د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت کمېټه وايي، د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبې تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه کمېټې د راپور پر بنسټ، په تېرو دوو شپو کې ۷ زره او ۱۰۹ کورنۍ چې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي. د سرچينې په وينا، دا ټول هغه افغان کډوال دي چې د پاکستان هېواد په زور له دغه هېواده را ايستلي دي. ياده کمېټه زياتوي، چې دغه راغلي افغان کډوال يې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان ته ور پېژندلي دي.