ایران د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ۵۴ زره بندیان خوشي کړي دي. د ایران حکومت وایي چې دغه کسان په موقته توګه په ضمانت خوشي شوي دي. ایرانی حکومت وایي چې په زندانونو کې ګڼه ګوڼه ده او بلخوا د کرونا ویروس د پراختیا وېره ده نو ځکه اړ شوي چې یاد کسان له زندانونو خوشي کړي. په دې کې هغه کسان نه دي شامل چې په امنیتي پېښو کې ښکېل دي. بلخوا امریکايي رسنۍ سي ان ان وایي چې په ایران کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر له ۲۳۰۰ کسانو اوښتی دی. ایرانی حکومت هم دې مسئلې سخت اندېښمن کړی دی او د روغتیا نړیوالې ادارې هم ورسره خپله مرسته کړې ده.