د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح له یوه غیر قانوني اقدام دفاع کړې ده. سره له دې چې ولسي جرګې د افغان حکومت د ملي دسترخوان طرحه غیر قانوني بللې ده او د هغه لپاره ځانګړې شوې بودیجه یې رد کړه، خو امرالله صالح وایي، ولسي جرګه دې په ټولنه کې خپل ځای وپېژني. دده په خبره د ملي دسترخوان لپاره ځانګړې شوې پیسې نړیوال بانک ورکوي او دوی همدا غواړي چې له لوږې سره دې په مبارزه کې ولګول شي. امر الله صالح بیا د ولسمشر د ویاند خلاف خبره کوي. صدیق صدیقي ویلي وو چې دا د افغان حکومت پروګرام دی او غواړي په دې توګه فقر له منځه یوسي، خو صالح بیا دا د نړیوال بانک پروژه بولي. ولسي جرګې د افغان حکومت د ملي دسترخوان پروژه رد کړه او په خبره یې دا غیر قانوني اقدام دی چې فساد ته لار برابروي.