که امنیت شورا پرېکړه وکړي نو روسیه هم تیاره ده چې پر طالبانو شته بندیزونه لرې کړي. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، امریکا له امنیت شوار غوښتي چې د مې میاشتې تر پایه د طالب مشرانو نومونه د بندیزونو له لېست وباسي. کابلوف وایي که د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه پرېکړه وکړي او د یادو کسانو نوم له تور لېست وباسي نو روسیه هم تیاره ده چې پر طالبانو شته بندیزونه لرې کړي. تر دې وړاندې طالبانو هم له امریکا غوښتي وو چې ژر تر ژره دې د سولې رامنځ ته شوې هوکړه پر امنیت شورا تایید کړي او د دوی د مشرانو نومونه دې له تور لېست وباسي.