د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت مردان سيمه کې د عبدالولي خان پوهنتون اعلان کړی، چې افغان نجونو ته وړيا ۵۰ بورسونه ورکوي. د دغه پوهنتون چارواکو ويلي چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره به افغان ښځینه محصلینو ته نور بورسونه هم ورکړي. دوی زياته کړې، ښځینه زده کوونکې کولی شي چې د پوهنتون د ویب پاڼې له لارې ځانونه آنلاین ثبت کړي. چارواکي زياتوي، ددې بورسونو له لارې به افغان نجونو ته د طبي زده کړو زمينه برابره شي