د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې یوازې یوه اونۍ تاوتریخوالی کم شوی و. ډيپلوماټ نشریې په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د سولې روانو هڅو او له امریکا سره د هوکړې لاسلیک د تاوتریخوالي پر کمېدو د پام وړ اغېز نه دی کړی. د نشریې په خبره د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته یوازې یوه اونۍ په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شوی و او له هغه وروسته دا دی پنځه میاشتې کېږي خو جګړې په شدت دوام لري. سرچینه کاږي چې د جګړې د شدت لامل هم د بین الافغاني خبرو د پیل ځنډ دی. په مطلب کې راځي څومره چې بین الافغاني خبرې ځنډېږې دومره یې افغانانو ته زیانونه اوړي نو ښه به وي چې دغه خبرې ژر تر ژره پيل شي.