خاویر پرز دکوئیر د پیرو هېواد تبعه و. هغه د پيرو ډيپلومات، پیاوړی سفیر، حقوق پوه، د ملګرو ملتونو پنځم سرمنشي او د یو څه مودې لپاره د پيرو لومړی وزیر و. هغه تېره اونۍ د ۱۰۰ کلونو په عمر د پیرو په یوه روغتون کې د جراحۍ پر مهال ومړ. هغه په ډېرو سختو شرایطو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه دنده تر سره کړه. دا داسې مهال و چې د نړۍ ستر قدرتونه په جګړه کې ښکېل وو او د ملګرو ملتونو دنده وه چې د نړۍ نور خلک له دې جګړو په امن کړي او پیل شوې جګړې پای ته ورسوي. هغه په سختو شرایطو کې سخته دنده په بریا مخ ته یوړه او د ملګرو ملتونو د حیثیت لپاره یې نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو په وتلو کې هم د خاویر هڅې د ستایلو وړ دي.
خاویر پرز دکوئیار د پيرو په پلازمېنه لیمه ښار کې په ۱۹۲۰ز کال کې د جنورۍ په ۱۹مه زیږېدلی دی. د ده د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه و، خو ډېر شتمن نه و. کورنۍ یې په اصل کې هسپانوي کډوال وو چې په پيرو کې مېشت شوي وو. دی د پیرو هېواد د کاتلویک کلیسا له پوهنتونه د حقوقو او قوانینو په برخه کې فارغ شو او همدلته یې د ډيپلوماټیکو مسایلو زده کړې او مطالعه هم وکړه. خاوير لا د شلو کلونو و چې د پيرو د بهرنیو چارو په وزارت کې یې دنده پیل کړه.
خاویر د پیرو تکړه سیاستوال او قانون پوه و. د ۱۹۸۲ز کال له جنورۍ د ۱۹۹۱ز کل تر ډسمبر د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي و او په دې توګه دی پنځم کس و چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي شو. له ۲۰۰۰ز کال تر ۲۰۰۱ز کال پورې د پیرو لومړی وزیر شو. په ډېرو هېوادونو کې د پيرو د استازي په توګه په دنده ګومارل شوی دی او په دې برخه کې مهمې لاس ته راوړنې لري. ډېرې نړیوالې او ملي جایزې یې هم ګټلې دي او د ملګرو ملتونو اوسني سرمنشي یې هم د فعالیتونو ستاینه کړې ده. دی د ملګرو ملتونو تر ټولو ډېر ژوندی پاتې شوی پخوانی سرمنشي او دغه راز تر مرګ مخکې د پیرو تر ټولو د ډېر عمر لرونکی ژوندی لومړی وزیر ګڼل کېده، چې حکومت ورته ځانګړی درناوی درلود.
د خاوېر ټول عمر په ډيپلوماټیکو فعالیتونو کې تېر شوی دی او په ډېرو هېوادونو کې یې د پيرو د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده. هغه په ۱۹۴۰ز کال کې کله چې پوره ۲۰کلن و، د پیرو له بهرنیو چارو وزارت سره یو ځای شو. په ۱۹۴۴ز کال کې یې ډيپلوماټیک خدمات پيل کړل. دی په فرانسوي ژبه ښه پوهېده، نو له همدې امله د پيرو د بهرنیو چارو وزارت هغه په فرانسه کې د خپل هېواد د سفیر په توګه وګوماره. همدلته په فرانسه کې پر کار بوخت و چې له یوتېت رابرتز سره یې واده وکړ. دا یې لومړی واده و، هغه بیا وروسته دویم واده هم وکړ. له دې وروسته په انګلستان کې د پيرو سفیر شو. په برازیر، بولیویا، شوروي اتحاد، سویس، پولنډ او وینزویلا کې یې هم د پیرو د سفیر په توګه دندې تر سره کړې دي. له لومړي واده یې دوه اولاده یوه لور او یو زوی لري چې زوی په فرانسه کې د ماموریت پر مهال وزیږېد او لور یې بیا په لندن کې زیږېدلې ده. خو له دویمې مېرمنې بیا هېڅ اولاد نه لري.
دی د عمومي اسامبلۍ په غونده کې په ۱۹۴۶ز کال کې د پيرو استازی و. دغه غونډه په لندن کې جوړه شوې وه او خاوير د پیرو استازیتوب کاوه. ده په ټولو ماموریتونو کې د خپل هېواد له حقوقو دفاع کوله او دغه راز یې د نړیوالو مسایلو په اړه د سولې او سلا نظر درلود.
د پيرو هېواد په ۱۹۷۱ز کال کې خاوير په ملګرو ملتونو کې د خپل دایمي استازي په توګه وګوماره. ده تر ۱۹۷۵ز کال پورې بریالی ماموریت درلود او د ملګرو ملتونو په ټولو غونډو کې یې د خپل هېواد په استازیتوب ګډون کاوه. خاوېر له ۱۹۷۳تر ۱۹۷۴ز کال پورې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم د خپل هېواد استازی و. د ځينو پېښو تر رامنځ ته کېدو وروسته، د ملګرو ملتونو دفتر دی قبرس ته ولېږه او هلته یې د ځینو مسایلو مسوولیت ور وسپاره. په ۱۹۷۵ز کال کې بیا د ملګرو ملتونو عمومي منشي دی رسماً د خپل استازي په توګه قبرس ته واستاوه. تر هغه یې خپلې دندې ته ادامه ورکړه چې په ۱۹۷۷ز کال کې د خپل هېواد حکومت راوبللو او په بهرنیو چارو وزارت کې یې مسوولیت ور وسپاره. ده په قبرس کې له خپلې دویمې مېرمنې سره واده وکړ چې مخکې مو هم وویل له دې مېرمنې یې اولاد نه درلود.
د خاوېر بریا ورځ په ورځ ډېرېده. تر دې چې په ۱۹۷۹ز کال کې د فبرورۍ په ۲۷مه په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د سیاسي مرستیال په توګه وګومارل شو. په دې موده کې یې مهم مسوولیتونه په غاړه وو او باید مخ ته یې وړي وای. په نړیواله کچه ډول ډول کشمکشونه رامنځ ته شوي وو. د افغانستان جګړه، د ایران او عراق جګړه، د برېټانیا کشمکشونه او له ځینو هېوادونو سره د امریکا کشمکشونه ټول هغه مسایل وو چې باید خاوېر مدیریت کړي وای. په ۱۹۸۱ز کال کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه وګومارل شو. په دې وخت کې په افغانستان کې د روسانو پر ضد خونړۍ جګړه روانه وه او له افغانستانه د روسي ځواکونو د وتلو مراحل وو. د ۱۹۸۱ز کال په اپرېل کې یې د همدې مسایلو په اړه پاکستان او افغانستان ته سفرونه وکړل.
دا مهال د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي له لوري د دواړو لورو تر منځ خبرې پيل شوې وې او خاوېر باید همدا ماموریت مخ ته وړی وی او په پاکستان او افغانستان کې یې د ښکېلو لورو تر منځ منځګړیتوب او خبرو ته زمینه برابره کړې وای.
خاوېر چې واک ته رسېږي، نو لومړنی کار یې دا دی چې د نړیوالو تر منځ د سولې لپاره فعالیت پیلوي. د ایران او عراق تر منځ جګړه دروي او د سولې لپاره لار هواروي. دی د ایران او عراق تر منځ د خونړۍ جګړې د اوربند رامنځ ته کولو په برخه کې مهم شخصیت و او فعالیت یې د قدر وړ دی. ده وروسته وویل چې پر ایران برید عراق کړی و او د وخت ولسمشر صدام حسین په دې کار کې پړ و، ځکه عسکر یې ان د ایران زړه ته ننوتي وو او جګړې یې کولې. ده د صدام په اړه هم ویلي وو چې د هېچا خبره نه مني، کلک او پر خپل دريځ ولاړ سړی دی. خاوير له دې هر څه سره سره په نړۍ کې د سولې او امنیت سخت پلوی و او د دې لپاره یې کار کولو چې په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو له کاره لوېدلی ماشین بېرته فعال کړي او نړیوالو ته د دغه مهم نړیوال بنسټ ارزښت په ډاګه کړي.
دی چې کله د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په توګه ټاکل کېږي، هغه مهال پيرو لږ پېژندل شوی هېواد وي. دی د دې جوګه کېږي چې پیرو ته د خلکو پام ډېر شي او له همدې ځایه خاوير دا هڅه کوي چې د خپل هېواد د نظام په سمون او پیاوړتیا کې ونډه واخلي.
د خاویر د واک پر مهال تر ټولو مهمه ستونزه دا وه چې امریکا د ملګرو ملتونو له سازمان سره اړینه همکاري نه کوله. ان دغه سازمان ته یې د بودجې په ورکړه کې هم ستونزې جوړولې. خاوير ټینګار کاوه چې په نړۍ کې دمګړۍ د سولې خبره هسې هوايي پاتې ده او باید نړیوال عملاً د دې شاهدان وي چې د ملګرو ملتونو سازمان په نړۍ کې سوله تامینولی شي. د سولې لپاره ځکه اړتیا وه چې جګړې خورا شدیدې وې. خاویر به ویل چې نړۍ په پراخه توګه له بې نظمیو، ګډوډیو او ناندریو ډکه شوې ده او دا هر څه د راتلونکو نسلونو لپاره خطرناک دي.
پر لبنان د اسراییلو برید، د عراق او ایران جګړه، د روسیې او امریکا کشمکشونه، په افغانستان کې د شوروي اتحاد نظامي حضور خو خونړۍ جګړه، د کمبودیا جګړې، د امریکا نه همکاري او دغه راز د هغو هېوادونو د همکارۍ کموالی چې ځانونه ورته پیاوړي ښکارېدل، هغه څه وو چې خاویر یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی و. ده په خپله یوه مرکه کې هغه مهال وویل، د ملګرو ملتونو ستره ستونزه دا ده چې غړي هېوادونه یې په خپله په خپل لاس جوړ شوي قوانین او اصول نه مراعاتوي.
کوېلار دوه دورې د ملګرو ملتونو عمومي منشي و. ده ارامه سیاست کاوه، کاریزماتیک ارام او چوپ سیاستوال و. ده به ویل، ستاسې د موزیک او کمپوز ډول اورېدونکی جذبوي، نه ستاسې د سندرغاړي لوړ غږ. په دې مانا چې د خبرې بڼه سمه کړه، لوړ غږ ته اړتیا نشته. د هغه شاوخوا کسان وايي چې دی نرم او ارام و، خو هېڅکله بېړهناک او ډارن نه و. دوی وايي، هغه یو زړور او په خپلو پرېکړو ولاړ سړی و او تل یې هڅه کوله چې د نړۍ دغه تر ټولو ستر بنسټ په خورا زړورتیا او قاطعیت مدیریت کړي.
خاوير د بشري حقونو د مسایلو په برخه کې هم له پوره احتیاطه کار اخیست. ده په ښکاره توګه د بشري حقونو د ساتنې لپاره اقدامات کول او په ټولو نړیوالو مسایلو کې یې د بشري حقونو د ساتنې لپاره اړین تدابیر نیول. دی په دې اړه هم اندېښمن و چې جګړې بشري حقونه زیانمنوي او یوازې په سوله کې د بشر حقونه تامیندلی شي. خاوير د لومړۍ دورې تر پای ته رسولو وروسته ناروغ شو، ده غوښتل چې له دې دندې لاس په سر شي، خو د غړو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې باید دی خپلې دندې ته ادامه ورکړي او د دویم ځل لپاره د دغه نړیوال سازمان مشري وکړي. خاوير له فشارونو وروسته له دوی سره ومنله او بیا ځلې یې ځان د ملګرو ملتونو سرمنشیتوب ته نوماند کړ. له همدې سره بریالی شو او بیا یې په یوه بحراني وضعیت کې د ملګرو ملتونو مشري کوله.
د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د هغه پر مړینه غبرګون ښودلی دی. نوموړي په یوه اوږده اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د سازمان په تاریخ کې د خاوير فعالیتونه ستایلي دي او په خبره یې، هغه د دې سازمان د پنځم سرمنشي په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي او دغه سازمان یې ساتلی دی. ګوتریش وایي، د هغه فعالیتونه د نړۍ په بحراني وضعیت کې مهم وو، ځکه د نړیوالې سولې اقتصادي پرمختګ او بشري حقونو لپاره یې مهم او پاخه ګامونه اوچت کړي دي.
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د جوړېدو له پیله تر دې دمه د بشري ژوند د ساتنې او سولې لپاره کار کړی دی. مشران یې تر ډېره هغه کسان وي چې د بشریت لپاره لوړ فکر لري او له تبعیض لرې وي. خاوېر هم همداسې شخصیت و، پیاوړی، ارام، قاطع او پر خپلو چارو پوه ډيپلوماټ و. ده په خپلو کړنو سره ثابته کړه چې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان کولی شي په نړۍ کې سوله تامین کړي او جګړې له منځه یوسي.