د بغلان – سمنګان پر لویه لاره د دې ولایت په اړوند خواجه الوان سیمه کې د یوه کرولا او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند شېراحمد برهاني وايي، چې یوه ترافیکي پېښه په خواجه الوان سیمه کې د کرولا او کوماز موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې، چې په کې یو تن مړ شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي. برهاني زیاته کړه، چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.عیني شاهدان وايي، چې د پيښې ټپيان پر وخت د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.