د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبيعي سرچينو مرستيال ننګرهار ته سفر کې د کرنې له ځايي مسوولینو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په دې ولايت کې د ختيځ زون په کچه په ۵۰۰ جريبه ځمکه کې د کرنې او مالدارۍ کمپلکس جوړوي، چې په کې به د کرنې، بڼوالۍ، غله جاتو، خاورې پېژندنې، اوبو لګولو، مالدارۍ او څارويو روغتيا برخو کې خدمات وړاندې کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې له دې کمپلکس څخه موخه بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو سره مرسته او د خصوصي کرنيز سکتور پياوړي کول دي. د کرنې وزارت دې چارواکي همدارنګه ویلي، چې په پلان کې ده ترڅو په دې ولايت کې ډېر ژر د ۲۲ چک ډيمونو د جوړولو چارې هم پيل شي.