افغان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د برخې لپاره یې شېن مکډرمټ د روزونکي په توګه ټاکلی دی. د مالوماتو له مخې مکډرمټ به د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ پرمهال خپله دنده له ملي لوبډلې سره پیل کړي. که څه هم نوموړی د هېڅ نړیوالې سیالۍ مخنیه نه لري، خو کرکټ بورډ ویلي، چې شېن مکډرمټ د ظرفیت لوړونې برخه کې د دریمې درجې سند لرونکی روزونکی دی چې له دې وړاندې د بنګله دېش، سریلانکا او اسټرالیا کرکټ لوبډلو سره په بېلابېلو روزنیزو ډګرونو کې فعالیتونه ترسره کړي دي.