د محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ لانجې او د دوو حکومتونو اعلان، د سولې لپاره د بین الافغاني خبرو په برخه کې خنډونو، د بندیانو له خوشې کولو سره د اشرف غني ستونزې، د طالبانو د دریځ سخت والي او ځینو نورو مسایلو افغانستان له یو ناوړه حالت سره مخ کړی دی. ډېری خلک وېرېدلي دي او له دې امله خپه دي چې هېواد یې له سختو ستونزو او لانجو سره مخ دی.
تر اوسه پورې دا ستونزې همداسې روانې دي، خو مهمه دا ده چې اوس پر دې فکر، بحث او کار وشي چې څه شی حالت بدلولی او کوم کارونه د حالت له ښه والي سره مرسته کوي. موږ دلته ځینې هغه مسایل یادوو چې د ستونزو له حل سره مرسته کوي، ګواښونه او خطرونه را کمولی شي:
لومړی؛ اشرف غني او ډاکټر عبدالله لا هم باید د جوړجاړي او ګډ حکومت لپاره تمایل، اراده او هڅې ولري. څوک قانوني ولسمشر دی او څوک نه دی، دا جلا بحث دی؛ خو اوس یو کړکېچ شته او د دې کړکیچ حل پر خبرو اترو، جوړجاړي او ګډ کار سره کېږي. له همدې امله پکار ده چې د دوی تر منځ د جوړجاړي خبرې لا زیاتې جدي او کارنده شي څو دا ستونزه حل شي.
دویم؛ د سولې په اړه باید د افغان حکومت فکر او نظر بدل شي. د ارګ واکمن باید د سولې لپاره قربانۍ ته تیار شي. دا قرباني په خبرو کې نه، په عمل کې پکار ده. دوی باید د سولې لپاره له څوکۍ د تېرېدو واضح پیغام ورکړي. دا ناشونې ده چې پنځه کاله نور دې هم اشرف غني ولسمشر وي، خو سوله دې هم وي او طالبان دې د حزب اسلامي په شان په کابل کې وي. د سولې لپاره دا حتمي ده چې اشرف غني به واک پرېږدي او د سولې د توافقاتو لپاره باید یو بې طرفه انتقالي حکومت وي.
درېیم؛ د بندیانو د خوشې کولو په اړه باید د اشرف غني فکر او نظر بدل شي. داسې ښکاري چې په دې برخه کې بدلون راغلی دی، خو دا کافي نه دی. پکار ده چې د سولې او حسن نیت لپاره او د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو د پیل لپاره بندیان خلاص شي.
څلورم؛ د بین الافغاني خبرو لپاره یو غوره، ټولمنلی او ملي پلاوی وټاکل شي. په دې برخه کې د ارګ دریځ سم نه دی. لومړی خو یې د پلاوي ټاکل ځنډولي او بیا چې دوی څه ډول غواړي دا پلاوی وټاکي، دا نه طالبان مني، نه سیاستوال او نه هم د افغانستان خلک. له همدې امله پکار ده چې په واقعي مانا یو ټولمنلی او ملي پلاوی وټاکل شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړلی شي.
پنځم؛ د حکومت له اړخه له دې ټولو ګامونو سره سره د طالبانو په دریځ کې هم جدي بدلون ته اړتیا ده. طالبان باید بېرته د تاوتریخوالي د کمښت پړاو ته ور وګرځي. دوی باید حکومت ته تر اوسني حالت یو څه زیات ارزښت ورکړي. دغه راز باید په خپل دریځ کې له هره اړخه نرموالی راولي.
ځینو نورو کارونو ته به هم اړتیا وي، خو دا هغه ګامونه دي چې حالت ښه کولی شي، د ګواښ او خطر مخه نیولی شي او خلکو ته بېرته هیله ورکولی شي. له دې پرته موږ په واقعي مانا ناوړه حالت ته روان یو او لاملین یې هم د افغانستان خلکو ته معلوم دي.