د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولايت مغلیز پل رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد پل د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایي مسوولینو ګډون کړی وو. د مالوماتو له مخې د مغلیز پل چې ۴۹.۲ متره اوږدوالی او ۸.۲ متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اړوند د دوه نورو پلونو کارونه د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز پل په بشپړېدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شوی دی.