د تکواندو فدراسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې ټاکل شوې د تکواندو لوبې ۹ افغان لوبغاړي په ازادو نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي. د یاد فدراسیون د مالوماتو مخې دغه لوبې په عربي متحده اماراتو کې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د روانې د فبرورۍ میاشتې په ۴مه نېټه پلېږي. دا سیالۍ به د ۱۸۶۰ لوبغاړو په ګډون د وزن په بېلابېلو ګټګوریو کې ترسره شي او ۴ ورځې به دوام وکړي. د یادولو وړ ده، چې پخوا هم افغان لوبغاړو په یادو سیالیو کې ګډون کړی دی، خو لا هم کوم افغان لوبغاړي پکې د سرو زرو مډال نه دی ګټلی.