د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د ۳۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د ۴۵۱ پروژو پرانیسته کړې ده. د مالوماتو له مخې یادو پروژو په پرانیست غونډه کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر سربېره د میدان وردګو والي او د یاد ولایت یوشمېر نورو ځایي چارواکو او قومي مشرانو هم ګډون کړی وو. په دې غونډه کې د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست رییس وویل، چې دغه پروژې د اکټېد موسسې له خوا د مرکز میدان ښار، جلرېز او لومړۍ حصه بهسود ولسوالیو کې د ۳۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي، چې په کې د سړکونو بیارغول او جغل اچول، استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو رغول، د کانالونو، حوزونو او د پاکو اوبو شبکو بیا رغول او جوړول او دې ته ورته نورې پروژې شاملې دي.